لوګر کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ډایاک پروسې ته وسپارل شول

jamil-moi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۶/۴ - ۲۰:۲۹
7

د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د تېرو دوه کلونو په لړ کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د ترهګرو ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د لوګر ولایت امنیه قومندانۍ یادې وسلې او مهمات نن په رسمي توګه د ډایاک مدیریت مسوولینو ته سپارلي دي.
د یادونې وړ ده چې ډایاک ته په تسلیم شویو وسلو او مهماتو کې ۳۱ قبضې تفنګچې، ۱۶ میله بېلابېل ډوله وسلې، ۳۱ ډزه د توغندیو او درنو وسلو ګولۍ او یو شمېر نور مهمات شامل وو.