ستر امنیتي معین د عاشورا ورځې د نمانځلو په موخه د خلکو امنیتي کمېسیون له غړو سره وکتل

jamil-moi
چهارشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۹ - ۱۸:۱۶
ف

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ستر پاسوال عبدالصبور قانع د عاشورا ورځې د خلکو امنیتي کمېسیون غړو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې ټول امنیتي ارګانونه به د یوې کلکې همغږۍ له مخې د یادې ورځې د نمانځلو لپاره پوره امنیتي چمتوالی نیسي.
ستر امنیتي معین د عاشورا ورځې په مراسمو کې د عاشورا ورځې د خلکو امنیتي کمېسیون غړو څخه وغوښتل، چې د هر راز امنیتي ستونزو د پیدا کېدو پرمهال دې د امنیتي ځواکونه سره خبرې وکړي څو د هېواد دښمنان او هغه خلک چې غواړي دا ورځ اخلال کړي مخه یې ونیسي.
وروسته د عاشورا ورځې د خلکو امنیتي کمېسیون غړو د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین ته ډاډ ورکړ، چې د عاشورا مراسمو ټول ګډونوال به د امنیتي ځواکونو سره یوه ډېره ښه او کلکله همغږي ولري.