د کابل په میربچه کوټ ولسوالۍ کې ترورېستي برید د یوه ترهګر په وژل کېدو او د بل په نیول کېدو پای ته ورسېد
دوه ترهګرو تېره شپه د کابل ولایت د میربچه کوټ ولسوالۍ په "پل صوفیان" سیمه کې د ملي دفاعي ځواکونو پر پوسته راکټي بریدونه ترسره کړي او له هغې وروسته یې غوښتل د پېښې له سیمې وتښتي، چې پولیسو یې پر وړاندې چټک اقدام ترسره کړی او په پایله کې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې یې تر پېژندنې وروسته نښته پیل کړې، چې له امله یې یو ترهګر بریدګر وژل شوی او بل یې له دوه میله راکټ انداز "ار.پي.جي" او درې ډزه ګولیو سره نیول شوی دی.