د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین د بغلان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې پهپار دې ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین سترپاسوال عبدالصبور قانع د ملي امنیت ریاست له مرستیال سره یوځای د بغلان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
ستر امنیتي معین او د ملي امنیت ریاست مرستیال د دې سفر په لړ کې له یو شمېر سیمهییزو چارواکو له هغې ډلې د یاد ولایت له رهبرۍ او ځايي امنیتي او دفاعي ځواکونو سره وکتل او همداراز د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د کړنو او لاستهراوړنو راپور یې واورېده.
بلخوا سترپاسوال عبدالصبور د ولایتي شورا له رییس او غړو سره هم وکتل او دوی ته یې ډاډ ورکړ، چې امنیتي ستونزو او ننګونو ته به یې رسېدنه کېږي.
ښاغلي قانع یادونه وکړه، چې د عامه او نظم په ټينګښت کې د ملي پولیسو بریا د خلکو همکاریو ته مشروطه ده.