کابل کې درې حرفوي مجرمین ونیول شول

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۱ - ۱۳:۵۷
1

د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د کابل ښار د شپږمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې درې تنه متکرر مجرمین نیولي دي.
دا کسان کابل ښار کې د وژنې، وسله‌والو غلاوو او اخلاقي فساد په ګڼو قضیو تورن وو.
له یادو تورنو مجرمینو څخه د دوه میله وسلو برسېره، یو عراده موټر هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.