کابل کې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۵ - ۱۵:۴۴
5

د تېرو ۴۸ ساعتونو په لړ کې د کابل پولیسو منسوبینو د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو او ولسوالۍ کې د جنايي جرمونو ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې ۱۸ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د درېیمې، پینځمې، اومې، اتمې او نهمې ناحیو او بګرامي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د بېلابېلو جنايي جرمونو لکه: قتل، ژوبله، د موبایل غلا، مغلوبه جګړه، د عامه امن‌و‌نظم اخلال او غیرقانوني وسلو ګرځونې په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه پینځه میله تفنګچې او دوه قبضې برچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
همداراز دوه عرادې لېږدوونکې واسطې چې تر دې دمخه غلا شوې وې، ترلاسه او څښتنو ته یې سپارل شوې دي.