د کورنیو چارو وزارت د مخکېني امنیتي معین سترپاسوال منیر محمد منګل د مړینې په تړاو د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ډاډګیرنې پيغام

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۴ - ۱۳:۳۲
12

په ژورې خواشینۍ سره چې د کورنیو چارو وزارت مخکېنی امنیتي معین سترپاسوال منیر محمد منګل د کرونا ویروس ناروغۍ له امله ومړ.
انا لله و انا الیه راجعون
زه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په استازیتوب خپل د تسلیت ژور مراتب د سترپاسوال منیر محمد منګل کورنۍ، خېښانو او د ملي پولیسو منسوبینو ته وړاندې کوم. متوفی ته فردوس جنت او کورنۍ ته یې د خدای تعالی له درباره د جمیل صبر غوښتنه کوم.
سترپاسوال منیر محمد منګل د ملي پولیسو د وړ او مسلکي کدرونو له ډلې و، چې د عمر یوه برخه یې هېواد ته د خدمت په لار کې وقف کړې وه.