کابل کې څلور تنه د وسایطو د غلا په تړاو ونیول شول
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو په شکردرې ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د وسلهواله حرفوي غلو یوه څلور کسیزه ډله نیولې ده.
یادو کسانو کابل ښار کې د وسایطو د غلا په بېلابېلو قضیو کې لاس درلود او له نیول شویو کسانو څخه دوه میله تفنګچې، درې عرادې غلا شوي موټر، نمبرپلېټونه، کليګانې او د غلا شویو وسایطو یو شمېر اسناد هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.