ننګرهار کې اته تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو ونیول شول
تېره ورځ د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ په اسلامپور کلي کې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې اته تنه له داعش ترهګرو سره د همکارۍ په تړاو نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو میل کلاشینکوف او مهمات یې، یو میل تفنګچه او مهمات یې، یو پایه لپټاپ کمپیوټر او نهه سیټه موبایلونه د پولیسو لاسته ورغلي دي.