فېروزکوه ښار کې له یوې ترهګریزې پېښې مخنیوی شوی
تېره شپه د غور ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو د فېروزکوه ښار په اړوند سیمو کې له یوې موټرسایکل بم چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو غوښتل، د دې موټرسایکل په وسیله چې له چاودېدونکو توکو ډک و، ترهګریز برید ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې دوه ورځې دمخه هم پولیسو په غور کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسایکل کشف او شنډ کړی و.