لغمان کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو ونیول شول
د لغمان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په قرغیو ولسوالۍ کې درې تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یادو کسانو د قرغیو مېشتیو د ژوبلې په قضیو کې لاس درلود، چې د پولیسو لخوا پر وخت نیول شوي دي.
د دې کسانو قضیې اوسمهال تر لا زیاتو څېړنو لاندې دي.