د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې له منسوبینو سره وکتل او د دوی کړنې یې وارزولې

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۴ - ۱۹:۳
01

نن له غرمې وروسته د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې له منسوبینو سره وکتل او له نشه یي توکو سره د مبارزې او قاچاقبرانو د نیولو په برخه کې یې د دوی ستونزې او لاسته راوړنې وارزولې.

پدې غونډه کې چې له نشه یي سره د مبارزې معین او د کابل ولایت د پولیسو مشر هم حضور درلود، د کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې مؤظفینو ته دوه میاشتې وخت ورکړ؛ څو په پلازمېنه کې د نشه یي توکو د پېر، پلور او قاچاق شبکو په پېژندلو او نیولو کې رغنده ګامونه پورته کړي؛ که نه پدې برخو کې به نورې ژمنې څېرې په دندو وګمارل شي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي وویل چې د نشه یي توکو د لویو شبکو نیول به په پلازمېنه کې د نشه یي توکو د پېر او پلور د کمښت او صفر کېدو لامل شي.