د کندز – خان اباد پر لویې لارې د ترهګرۍ ضد عملیاتو پای؛ پدې عملیاتو کې د ترهګرو طالبانو د اووه قومندانو په ګډون ۵۶ ترهګر طالبان وژل شوي او ۲۰ کلي د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۹ - ۱۵:۲

له تېرو لسو ورځو راپدېخوا د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د کندز-خان اباد پر لویې لارې د ترهګرۍ ضد یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د اووه کلیدي قومندانانو هر یو "قاري مومن مشهور په سیار، سیف الله مشهور په شمشاد، منصور مشهور په ابوذر، عمر مشهور په سیار، محمدالدین مشهور په خاکسار، جابر مشهور په فضل الرحمن او نافذ" په ګډون ۵۶ ترهګر طالبان وژل شوي او دا عملیات په بریالۍ توګه پای ته رسېدلي دي.
د دې عملیاتو په لړ کې د کندز-خان اباد پر لویې لارې پراته کلي او تخار او بدخشان ته غځېدلي سړکونه چې په تېرو کې به وخت ناوخت د امنیتي ستونزو د پنځېدو لامل کېدل، په بشپړه توګه د ترهګرو طالبانو له شتونه پاک شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د دې عملیاتو په پایله کې د ترهګرو طالبانو ۱۰۰ کړۍ ماینونه، نږدې ۱۰۰۰ کیلو ګرامه چاودېدونکي توکي او د ترهګرو څو پټنځایونه له منځه وړل شوي او د ترهګرو یو شمېر نظامي تجهیزات، دوه عرادې موټر او یو عراده موټرسایکل د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.