خوست کې یو کس د انسان تښتوونکو له منګلو وژغورل شو
د خوست ولایت ملي پولیسو او ملي امنیت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې یو تن د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
یاد کس خالد منصور نومېږي؛ چې یو نیم کال دمخه اختطاف شوی و او تېره ورځ د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د شډل کلي په اړوند سیمو کې د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې راخوشي کړی شو.
د یادونې وړ ده چې د دې قضیې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.