کابل کې دوه حرفوي وسله وال غله ونیول شول.
د کابل پولیسو دوه حرفوي وسله وال غله هر یو قاسم مشهور په "هایلکس" او حسام مشهور په "بچه سناتور" چې د لومړۍ حوزې په اړوند سیمو کې یې د وسله والو غلاوو او شکونو په بېلابېلو قضیو کې یې لاس درلود؛ نیولي دي.
یاد کسان متکرر مجرمین دي، چې له مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې وو او تېره ورځ له پولیسو سره تر وسله والې نښتې وروسته نیول شوي دي.
له دې کسانو څخه دوه میله تفنګچې هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.