خواجه عمري ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو په تړاو د کورنیو چارو وزارت اعلامیه
د تلې په ۶مه افغان هوايي ځواکونو د غزني ولایت د خواجه عمري ولسوالۍ په ده حاجي کلي کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو د مهم قومندان "مولوي عبدالحمید" په ګډون دوه نور ترهګر طالبان وژلي دي.
مولوي عبدالحمید غزني کې په بېلابېلو ترهګریزو پېښو کې لاس درلود او په غزني کې د ترهګرو طالبانو له مخکښو قومندانانو ګڼل کېده.
ترهګرو طالبانو اوسمهال داسې ګنګوسې خپرې کړې چې ښايي د افغان هوايي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې ملکي مرګ ژوبله رامنځته شوې.
کورنیو چارو وزارت دا ګنګوسې په کلکه ردوي او دا یوازې د دښمن تبلیغات ګڼي. دښمن له هرې لارې استفاده کوي، څو د ملت په وړاندې خپله توره څېره سپینه وښيي.