کندهار کې به ټاکنې د امنیت په فضا کې ترسره شي.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۰:۱۶
ل

کندهار کې د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو په هدف امنیتي غونډه جوړه شوه.

پدې غونډه کې د کندهار ولایت د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرفي د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي په موخه امنیتي پلان تشرېح کړ او ویې ویل، چې تر اوسه د ټاکنو په برخه کې هېڅ ستونزه نده رامنځته شوې او د راتلوونکو ورځو لپاره هم له امنیتي بنسټونو سره د ټاکنو د ترسره کولو په هدف ژوره همغږي لري.

رحمت الله اطرافي کندهار مېشتو ته د پوره امنیت ساتلو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ټاکنو په ملي پروسه کې دې په ډاډه زړه د رایې اچونې صندوقونو ته ولاړ شي او خپل حق او مسوولیت دې ترسره کړي.

ښاغلي اطرافي په ولسمشریزو ټاکنو کې د امنیتي ځواکونو له عدم مداخلې خبر ورکړ او ویې ویل، چې په ټاکنو کې به هېڅ امنیتي سرتېری هم لاسوهنه ونه کړي او د امنیتي ځواکونو پر بشپړې بېطرفۍ یې ټنیګار وکړ.