کندز کې د داعش د جلب او جذب مسوول ونیول شو.

hakimi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۶ - ۱۶:۴۱
11

تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د داعش ترهګرې ډلې د یوه مهم غړي د نیولو په موخه عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې امین چې په آغا مشهور و او د داعش ترهګرې ډلې د جلب او جذب مسوولیت یې پرغاړه درلود، نیولی دی.