کندهار کې پنځه تنه د غلا او وژنې په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳ - ۱۶:۴۵
1

د کندهار ولایت پولیسو پنځه تنه د غلا او وژنې په تړاو نیولي.
په یادو کسانو کې دوه تنه هغه غله شامل دي، چې څه موده دمخه یې یو موټر د هلمند ولایت څخه د کندهار ولایت شاولیکوت ولسوالۍ ته کرایه کړی و او وروسته یې د موټر خاوند د دهلي بند په سیمه کې وژلی او اوبو ته یې اچولی و.
د یادولو وړ ده، چې درې کسان نور د څلورو عراده موټرسایکلونو سره یوځای په ښار کې نیول شوي دي.