بلخ او کاپيسا کې څلور تنه د غلا په تړاو ونیول شول.

hakimi-moi
شنبه ۱۳۹۸/۳/۱۸ - ۱۷:۴۸
2

د بلخ او کاپیسا ولایتونو د امنیه قومندانیو منسوبینو په یادو ولایتونو کې دوه بېل عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې په مزار شریف ښار کې دوه تنه د یوې نجلۍ د موبایل او دستکول د غلا او دوه تنه نور یې د کاپیسا ولایت د مرکز له اړوند سیمو د یو عراده کرولا موټر د غلا په تور نیولي دي.
له یادو کسانو څخه یو عراده غلا شوی موټر سایکل او یو عراده موټر د پولیسو لاسته ورغلي، چې موټر بېرته څښتن ته یې ورسپارل شوی دی.