هلمند کې ۵۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
نن د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ په اړوند سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۵۵ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.
ځانګړو ځواکونو په کوپکه سیمه کې د یوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۵ کیلو ګرامه تریاک کشف او ضبط کړي دي.