ننګرهار کې دوه انسان تښتوونکي نیول شوي

farhadi-moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۲/۱ - ۹:۲۷
c

یکشنبه، د غوايي لومړۍ نېټه ۱۳۹۸

د ننګرهار ولایت په خوږیانیو ولسوالۍ کې دوه انسان تښتوونکي نیول شوي.
یاد انسان تښتوونکي له جنايي جرمونو سره د مبارزې د پولیسو د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
انسان تښتوونکو د یو انجنیر د تښتوونې په قضیه کې لاس درلود، چې د لومړنیو پلټنو پر مهال یې خپل جرم منلی دی.