هلمند کې ۱۲ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

farhadi-moi
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۰ - ۱۱:۵۸
s


د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ د تاریخ زابر په سیمه کې د ملي پولیسو او ترهګرو طالبانو ترمنځ په مخامخ جګړه کې، پنځه ترهګر طالبان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د دې ترڅنګ؛ هلمند کې یو تن چې غوښتل یې په دولتي موټرو چسپکي ماینونه وچوي، د ملي پولیسو له خوا له پنځو نورو شکمنو کسانو سره نیول شوی.
له یادو کسانو څخه چسپکي ماینونه، کلاشینکوف، راکټ، موبایلونه او چاودېدونکي توکي نیول شوي دي.