د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین ازبکستان ته دخپل سفر په لړ کي د ګډې مبارزې پر پیاوړتیا ټینګار
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین، شیخ صاحب عبدالرحمن منیر، ازبکستان هیواد ته د خپل سفر په لړ کې د ازبکستان د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي عزیز تاشپولادویچ سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې، نوموړي د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د نشه یي توکو پر وړاندې د ګډې مبارزې په همغږۍ او پیاوړتیا خبرې وکړې.
د اسلامي امارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معین د ازبکستان د کورنیو چارو وزیر ته د الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني پیغام هم واوراوه او د ګډې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.
د ازبکستان د کورنیو چارو وزیر ښاغلي عزیز تاشپولادویچ هم له نشه یي توکو سره د اسلامي امارت مبارزه وستایله او د خلیفه صاحب د استول شوي پیغام څخه یې منندویي څرګنده کړه. هغه زیاته کړه چې ازبکستان چمتو دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
دواړو خواوو د نشه یي توکو د مخنیوي په برخه کې د لا زیاتو خبرو اترو ترڅنګ، په سرحداتو کې د نشه یي توکو د مخنیوي لپاره د یوه تخنیکي ټیم پر جوړولو هم هوکړه وکړه. دا تخنیکي ټیم به د نشه یي توکو د قاچاق پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ښې همغږۍ او اغیزمنتیا لپاره کار ورکړي.
دا سفر او په ترڅ کې یې ترسره شوې لیدنې د سیمې په کچه د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کیږي.