د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین له یو شمېر فرهنګیانو، ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره وکتل.

rahimzai_moi
پنجشنبه ۱۳۹۷/۱۲/۲۳ - ۱۸:۳۱
1

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي معین مل پاسوال خوشحال سعادت؛ نن د پولیسو او خلکو تر منځ د باور د فضا د غښتلتیا په موخه، د کابل ښار له یو شمېر فرهنګیانو، ځوانانو او د مدني ټولنو له استازو سره وکتل.
مل پاسوال خوشحال سعادت د پولیسو او خلکو تر منځ د واټن په له منځه وړو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې پولیس ورځ تر بلې د مسلکي کېدو په حال کې دي او دوی به هغه څه خلکو ته وړاندې کړي؛ کوم چې خلک یې غوښتنه لري.
امنیتي معین خوشحال سعادت فرهنګیانو، ځوانانو او د مدني ټولنې استازو ته ډاډ ورکړ، چې کورنیو چارو وزارت به د قانون د تنفیذ، عامه نظم، د جنايي جرمونو په وړاندې مبارزې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې؛ له خپلو ټولو شته امکاناتو او ظرفیت څخه ګټه واخلي.
خوشحال سعادت د ملي پولیسو په ځواک، زړورتیا، ذهني او فېزیکي خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پولیس د ټولنې خدمتګاران دي او هېچا ته به اجازه ور نکړي چې پولیسو ته سیاسي او سمتي رنګ ورکړي.
ښاغلي سعادت تغییر او تبدیل یو اصل یاد کړ؛ خو زیاته یې کړه چې اداري تشکیلات او سیسټم ځواب ویونکي دي او یوازې خلکو او هېواد ته به ژمن ظرفیتونه ځای پر ځای کېږي.
امنیتي معین خوشحال سعادت ملي پولیسو ته سپارښتنه وکړه؛ تر څو د بډې، باج، فساد او ښاري بې نظمۍ په وړاندې جدي مبارزه وکړي او هغه کسان چې ځان تر قانون لوړ بولي؛ هغوی د قانون منګلو ته وسپاري او پر ټولو یو ډول قانون پلي کړي.
ناسته کې راغلو فرهنګیانو، ځوانانو او د مدني ټولنو استازو هم له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د کلک ملاتړ هوډ وښود او زیاته یې کړه، چې خلک د خپلو پولیسو تر شا ولاړ دي او هېچا ته به د دې فرصت ور نکړي، چې د پولیسو شته غرور او مورال کمزوری کړي.
د غونډې ګډونوالو بلخ کې د کورنیو چارو وزارت وروستی دریځ  هم وستایلو او ویې ویل، چې له دې وروسته باید د زورواکو مخه ونیول شي او موږ په پوره ځواک د ولسمشر، کورنیو چارو وزارت او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ولاړ یو.