د پولیس راډیو لپاره ګرافیک ډیزاینر

Publish Date
Closing Date
اداره: پولیس راډیو
د دندې عنوان: ګرافیک ډیزاینر
د کار ځای: کابل (یا د اړتیا پر اساس نور ولایتونه)
د دندې ډول: وروسته له ارزونې رسمي کېږي.
د دندې لنډیز:
پولیس راډیو یو تجربه لرونکي، نوښتګر او مسلکي ګرافیک ډیزاینر ته اړتیا لري، ترڅو د پولیس راډيو خپرونو لپاره ډیزاینونه، انفوګرافیکونه، او اعلانات چمتو کړي.
د ګرافیک ډیزاینر مسؤلیتونو کې د راډیو د برانډ هویت ساتل، د ګرافیک په وسیله د محتوا ښکلي کول او د ټولنیزو رسنیو لپاره د مسلکي ډیزاینونو برابرول شامل دي.
د دندې شرطونه:
1. د چاپي او ډیجیټلي ډیزاینونو چمتو کول، لکه پوسټرونه، بینرونه، بروشرونه، او سوشیال مېډیا پوسټونه.
2. د عامه پوهاوي امنیتي پیغامونو او د پولیسو د فعالیتونو لپاره بصری مواد جوړول.
3. د راډیو خپرونو او رسنیز موادو لپاره بصري ډیزاینونه او د ویډیو لپاره ګرافیک عناصر چمتو کول.
4. د راډیو د برانډ هویت ساتل او د ډیزاین لارښود مطابق کار کول.
5. د چاپي او ډیجیټلي موادو چمتو کولو، تنظیم او تولید کې همکاري.
د ګمارنې شرایط:
1. د ډیزاین اصولو (Layout, Typography, Color Theory, Branding) پياوړې پوهه او تجربه.
2. لږ تر لږه دوه کلنه تجربه د ګرافیک ډیزاین، چاپي او ډیجیټلي ډیزاین په برخه کې.
3. د Adobe Photoshop، Adobe Illustrator، او Adobe Premiere Pro کارولو مهارت.
4. که د یا ،Cinema 4D، After Effects... سره بلدتیا، امتیاز لري.
د غوښتنلیک سپارلو لار:
په شرایطو برابر کسان کولی شي خپلې(CV) د دغه moipoliceradio@gmail.com برېښنالیک له لارې را واستوي.
یوازې هغه غوښتونکي چې د شرایطو وړ وبلل شي د لومړنۍ ازموینې لپاره شارټ لېست کېږي. له ازموینې وروسته ټاکل شوي کسان مرکې (انټرویو) ته بلل کېږي. د مرکې له بریالي کېدو وروسته یوه لنډه موده د عملي کار ارزونه کېږي. که نوماند ټولې قانوني پروسې په بریالیتوب بشپړې کړي نو د دندې موقعیت ورته مشخص او رسمي دنده ورسپارل کېږي.
د غوراوي بهیر د بشپړېدو لپاره به له اړوندو کسانو سره اړیکه نیول کېږي. د غوښتنلیک له استولو وروسته له مکرر تماس نیولو ډډه وکړئ.
یادونه :د برېښنالیک موضوع(Subject) کې باید " د پولیس راډیو لپاره ډیزاینر” یاد کړل شي.
که کومه پوښتنه یا نورو معلوماتو ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ د لاندې شمېرو له لارې اړیکه ونیسئ:
وټساپ / تلیفون:
0093777685947
0093778153719