کورنیو چارو وزارت بغلان کې د وروستۍ پېښې قربانیانو او د شهیدانو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه
د کورنیو چارو وزارت د پالیسۍ او ستراتيژۍ معین مولوي مخدوم عبدالحق له مل پلاوي سره بغلان کې د وروستۍ بمي پېښې قربانیانو او د شهیدانو کورنیو ته تسلیت ووایه او د کورنیو چارو وزارت د مشرتابه په استازولۍ یې قربانیانو ته د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل.
ښاغلي مخدوم د پېښې د ځای د لیدو وروسته د یاد ولایت امنیه قومندان او د استخباراتو مشر ته د پېښې د دقیقې څېړلو سپارښتنه وکړه.
ښاغلي مخدوم د شهیدانو او ټپيانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ په پېښه کې د ویجاړ شوي جومات او د قربانیانو له کورنیو سره نغدې مرسته وکړه.
یاده پېښه څو ورځې وړاندې د بغلان ولایت د اهل تشیع وړونو په جومات وشوه، چې له کبله يې یو شمېر هیوادوالو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.