ننګرهار کې اوه تنه د نشه يي توکو د لېږد په تړاو ونیول شول.

rahimzai_moi
شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۵:۱۴
s

د ننګرهار ولایت په سره رود، بهسود او شینوارو ولسوالۍ کې د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې پولیسو چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې اوه تنه چې په شپږو موټرو کې یې بېلابېل نشه يي توکي ځای پر ځای کړي وو، ونیول.
له یادو کسانو څخه ۱۷ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شوي او یو میل کلاشینکوف یې هم د پولیسو لاسته ورغلی دی.