لوګر کې ۱۶۰ کیلو ګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط شول.

moi-af
دوشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۳ - ۸:۵۸
 
تېره شپه د لوګر ولایت د مرکز اړوند په التمور سیمه کې ملي پولیسو یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۶۰ کیلو ګرامه چرس کشف او ضبط شوي دي.
یاد نشه يي توکي په یو عراده ډاډسن موټر کې په بوریو کې ځای پر ځای شوي وو، چې موخې ته له رسېدو مخکې د پولیسو له خوا کشف او ضبط شول.