فاریاب کې په ځوابیه بریدونو کې ۳۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

jamil-moi
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۰:۱۱
y

د فاریاب ولایت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې د هېواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځوابیه برید کې ۳۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ترهګرو د پشتونکوټ ولسوالۍ په سبز سیمه کې له څو خواوو بریدونه وکړل، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له کلکو ځوابیه بریدونو سره مخ شول او په پایله کې یې د طالبانو د یوه محلي قوماندان قاري عالم په شمول ۱۲ ترهګر وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي. 
د یادونې وړ ده چې په دې بریدونو کې د دوښمن یو اندازه وسلې، مهمات او یو عراده موټر هم له منځه تللي دي.