د کورنیو چارو وزیر، قدرمن خلیفه سراج‌الدین حقاني، د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې له روزونکو او لوبغاړو سره وکتل.

moi-af
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۱۱:۳۰
adsfasf

د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډله تازه له خپلو ولایتي سفرونو وروسته کابل ته راستنه شوې ده. یادې لوبډلې په خوست، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د زونونو په کچه سیالیو کې لومړی مقام خپل کړی دی.

قدرمن خلیفه صاحب د لوبغاړو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او هغوی ته یې اړینې سپارښتنې وکړې، نوموړي ورزشکاران وهڅول چې لا زیات ورزش ته پاملرنه وکړي او خپلې وړتیاوې لا پیاوړې کړي.

همدارنګه، قدرمن خلیفه صاحب لوبغاړو ته سپارښتنه وکړه چې د هېواد سپېڅلي اسلامي او ملي ارزښتونه په عمل کې وساتي، د ښو اخلاقو بېلګه وګرځي او په هر ځای کې د ورورولۍ، اتحاد او ملي یووالي پیغام خپور کړي او له تعصب او بدبیني څخه لرې اووسي.

همدارنګه یې ډاډ څرګند کړ چې د اړتیا وړ امکاناتو او اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې به د وزارت ملاتړ ورسره دوام ولري او هر ډول لازمه همکاري به ورسره وکړي.

په پای کې د کورنیو چارو وزارت د فوټبال لوبډلې روزونکو او لوبغاړو د ورکړل شویو سپارښتنو د عملي کولو ژمنه وکړه او د وزارت د رهبرۍ له دوامداره ملاتړه یې په خوښۍ مننه وکړه.