د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي کیلس برټرېنډ او مل پلاوي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو هېواد کې پر روان وضعیت، خوندي امنیت، ټولنيز ثبات، د مخدره موادو د مخنیوي پر هڅو، د بدیل معیشت پر پراختیا او بېرته راستيدونکو ګډوالو لپاره د مرستو په اړه خبرې وکړې.
عمري صاحب د يادې ټولنې له لوري د بشري مرستو دوام وستايه او دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ چې دوهاړخیزه اړیکې او همکاري به په دوامداره ډول پياوړې شي.