د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولاسن سره لېدنه وکړه.

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۱ - ۹:۵۳

په دې لېدنه کې د امنیتي مسایلو ترڅنګ؛ په بهر کې د چاپ شویو افغان پاسپورټونو په رالېږد هم خبرې وشوې، چې نیکولسن د یادو پاسپورټ ورقو په رالېږد کې د اسانتیاوو برابرولو او همکاري ژمنه وکړه.
نیکولسن په خپلو خبرو کې د افغانستان امنیت د د سېمې او نړۍ لپاره ډېر مهم وګاڼه چې خلیفه صاحب هم د امنیت په برخه کې له خپل اړخ څخه پوره ډاډ ورکړ.
حقاني صاحب په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې د ا.ا.ا د دوحې هوکړې پر اساس هېچاته اجازه نه ورکوي، چې بل هېواد ته له افغان خاورې ګواښ پېښ کړي او کور دننه مخالفینو ته مو همیشه د خبرو اترو دروازې پرانیستې دي او له نړۍ څخه هم غواړو چې په افغانستان کې د هېڅ کومې مخالفې وسله والې ډلې ملاتړ و نه کړي.
نیکولسن په خپلو څرګندونو کې د نړۍ امنیت د افغانستان له ثبات سره تړلی ياد کړ او ژمنه یې وکړه، چې هېڅکله به هم په افغانستان کې د وسله والو مخالفانو ملاتړ و نه کړي.
په پای کې خلیفه صاحب سراج الدین حقاني د مننې ترڅنګ څرګنده کړه چې اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو او نړۍ سره د ښو اړېکو غوښتونکي دي.