د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه صاحب سراج الدین حقاني بلخ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د تکمیل او د دوهم فاز د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۳۰
sfsf

په دې غونډه کې چې د قوشتېپې کانال ته څېرمه رابلل شو وه، د ریاست الوزرا مرستیالانو او د کابینې نورو غړو هم پکې ګډون کړی و.
قدرمن خلیفه صاحب دې غونډې ته په وینا کې وویل؛ موږ د چا حق نه اخلو او له خپل حق څخه هم نه تېرېږو؛ موږ به د ملا برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي ودې په پار لا زیات ګامونه پورته کوو او په هېواد کې به نورې داسې سترې پروژې هم ترسره کوو او له شته فرصتونو به ښه ګټه پورته کوو.
خلیفه صاحب د قوشتېپې کانال په رغولو کې ټولو شاملو اړخونو څخه مننه وکړه او ټول ولس ته یې د دې سترې حیاتي پروژې د بریالي مدیریت او روان کار مبارکې وړاندې کړه او زیاته یې کړه؛ د ملي پراختیا د شرکت له مشر او ټولو کا…