د کورنیو چارو وزارت د دفتر لوی رئیس او د تامیناتي چارو معین نشهيي توکو سره د مبارزې له معین سره ولیدل.
د کورنیو چارو وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج مولوي زینالله عابر د دغه وزارت د تامیناتو له معین الحاج مولوي عبدالله مختار سره یو ځای، نن د نشهيي توکو سره د مبارزې له معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار سره لیدنه وکړه.په دې لیدنه کې نشهيي توکو سره د مبارزې معین د وزارت د دفتر لوی رئیس او د تامیناتو معین ته ښه راغلاست ووایه او د خپل معینیت اړوند ځینو مهمو تامیناتي اړتیاوو په اړه یې معلومات وړاندې کړل. ورپسې،د تامیناتو معین د یاد معینیت د لا اغېزمنو فعالیتونو لپاره د دوه جوماتونو جوړولو، د اوبو سیستم فعالولو او د تخنیکي ورکشاپ د پراخولو ژمنه وکړه. د دفتر لوی رئیس د مطرح شویو غوښتنو هرکلی وکړ او د لازمې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.