د کورنیو چارو - ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست ګډه خبري غونډه ترسره شوه

hakimi-moi
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۹ - ۱۴:۷
1

نن له غرمې مخکې کورنیو چارو وزارت له ملي دفاع وزارت او ملي امنیت عمومي ریاست سره یو‌ځای د حکومت د رسنیو په مرکز کې ګډه خبري غونډه ترسره کړه.
په‌دې غونډه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر محمد مسعود اندرابي یو ځل بیا د شته اسنادو او شواهدو له مخې د ملکي خلکو پر وړاندې د جنایتونو او ترورېستي بریدونو له ترسراوي او په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې د طالبانو له لاس لرلو پرده پورته کړه.
ښاغلي اندرابي وویل، چې د افغانستان خلک د ترهګرو طالبانو په کړو - وړو کې د هېڅ ډول تغییر شاهد نه‌دي او پر ملکي خلکو د دې ډلې بریدونه لا زیات شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې هوکړې تر لاسلیک وروسته یادې ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۳۷۰۰ ترورېستي بریدونه ترسره کړي او د عامه اذهانو د فرېب په موخه یې د دې ترسره شویو بریدونو مسوولیت هم نه‌دی منلی.
محمد مسعود اندرابي همداراز وویل، چې ترهګر طالبان نه‌شي کولای د جګړې له لارې بریالي شي او که چېرې دا ډله د جګړې د دوام له‌پاره کوم نیت ولري، نو د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې به وځپل شي.
د امنیتي او دفاعي سکتورونو لومړۍ درجه مسوولینو ټینګار وکړ، چې له "فعال دفاعي" حالت څخه "جنګي" حالت ته د امنیتي او دفاعي ځواکونو سوق هم پر ملکي خلکو د ترهګرو طالبانو د بریدونو د زیاتوالي له امله دی او که چېرې طالبان له ترورېستي بریدونو لاس پر سر نه‌شي او د سولې پروسې ته نرمښت ونه ښيي؛ نو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه به له ملکي مرګ‌ژوبلې د مخنیوي په‌پار د ترهګرو طالبانو پر پټنځایونو خپل عملیات له ګړندي کړي.