د کورنيو چارو وزارت مشرتابه پلاوي د چين له ځانګړي استازي ښاغلي ژاوشينګ سره وليدل 

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۲:۵۴
sfsfsf

په دغه ليدنه کې چې د کورنيو چارو وزارت د مقام په ماڼۍ کې ترسره شوه د تأميناتي چارو مرستيال مولوي عبدالله مختار  د وزارت  د مقام د دفتر لوی رييس مولوي زين الله عابر د چين له سفير ژاوشينګ سره پر ښو اړيکو، د سوداګرۍ او راکړې ورکړې په پراختيا او دغه راز په دوه اړخيزو همکاريو خبرې وکړې.

د چين سفیر په افغانستان کې وروستي پرمختګونه وستايل او وې ويل چې دغو مثبتو پرمختګونو  د چين هيواد تر بل هر وخت له افغانستان سره د لا ډېرو سياسي همکاريو په برخه کې هڅولی.

د ښاغلي  ژاوينګ  په وينا د چين دولت غواړي چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکار پاتې شي.