د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزي معین الحاج لوی پاسوال ملا عبدالحق آخند همکار د ایتالیا هېواد له آغلې سفیرې سره وکتل.

moi-af
شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۱۱:۱۶
fafaff

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال عبدالحق آخند همکار نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ایټالیا هیواد آغلې سفیرې میرمن کوینتاوال اوځانګړي استازي پیټروزیلا سره د معینیت په مقام کې وکتل.

په یاده لیدنه کې ښاغلي معین صاحب آغلې سفیرې ته ښه راغلاست ووایه او تر څنګ یې په هیواد کې د کوکنارو د کښت، قاچاق، پیر او پلور د مخنیوي او دغه راز د روږدو کسانو راټولولو، حمایې او تداوۍ په اړه معلومات شریک کړل.

محترم معین د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت فعالیتونه، لاسته راوړنې او د کوکنارو کښت، چې کچه یې صفر ته راټیټه شوي ده، له آغلې سفیرې سره شریک کړل.

آغلې سفیرې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت فعالیتونه، لاسته راوړنې وستایلې او یاده مبارزه یې بریالۍ وبلله.
اغلې سفیرې زیاته کړه، چي په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق کچه د پخوا په اندازه ‌صفر ته راټیټه شوي ده.

په وروستیو کې میرمن کوینتاوال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین الحاج لوی پاسوال عبدالحق آخند همکار ته په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت او د روږدو کسانو لپاره د تداوۍ او حمایې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.