د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زونونو د امنیتي مسؤلینو ګډه غونډه په بدخشان ولایت کې ترسره شوه

moi-af
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۳:۵۷
asdfa

د بدخشان ولایت په کوربتوب د شمال لویدیځ او شمال ختیځ زونونو د نهو ولایتونو د واليانو، امنیه قومندانانو او د استخباراتو رئیسانو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په غونډه کې د بلخ والي الحاج ملا محمدیوسف وفا، د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال مولوي نجیب الله، د قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري، د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت، د بدخشان والي الحاج قاري محمد ایوب خالد، د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان الحاج امام الدین منصور، او د ۲۰۹ الفتح قول اردو مرستیال قومندان حاجي ناظم ګډون کړی و.

د غونډې په جریان کې د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی د (۳۱) ګڼې فرمان د تطبیق څرنګوالي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د جدي مبارزې، د شر او فساد د عناصرو پر ضد د اقداماتو، او د مسؤلینو ترمنځ د دوامداره همغږۍ پر موضوعاتو بحث وشو. همداراز، ګډونوالو د کوکنارو د کرکیلي پر مخنیوي، د ښارونو د امنیت ټینګښت، د چک‌پواینټونو پیاوړتیا، او د جرمي شبکو د له‌منځه وړلو اړوند راپورونه شریک کړل.

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د معدنونو د ساتنې، قانوني استخراج، او شفاف قراردادونو په برخه کې جدي اقدامات وشي، همدارنګه د اسلامي نظام د ثبات، د زونونو ترمنځ د وحدت او د دښمن د تبلیغاتو پر وړاندې د یو موټي دریځ پر اړتیا ټینګار وشو. غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.