د ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو لخوا نن په کابل ښار کې د تروریستي ګروپونو یو تن حمایه کوونکی ونیول شو

د حاجي دلاور په نوم یو تن چې د تروریستي ګروپونو حمایه کوونکی و او ځان یې د مشرانو جرګې مشاور معرفي کاوه، نن د یو لړ جعلي اسنادو، جعلي موټر پلېټونو، ناقانونه وسلو، اووه سوه زره کلدارو، زرهي او یو هایلکس تعقیبي موټر سره د کابل ښار کې ونیول شو. په اړه یې څېړنې روانې دي.