د بلخ  ولایت دولت اباد ولسوالۍ د ادارې ودانۍ جوړیدو پرانیسته نن د شاوخوا ۲۰ ميلونه افغانيو په ارزښت د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

moi-af
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۴ - ۱۰:۳۰
sfsfs

په يادو مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت د تعميراتو لوی رييس مولوي شريف الله الهام، د بلخ مرستيال والي الحاج نورالهادي ابو ادريس، د ياد ولايت امنيه قومندان او يو شمېر نورو مسؤلينو برخه اخيستې وه.

په پام کې ده، چې د يادې ولسوالۍ اداري ودانۍ د جوړيدو چارې، چې په درې پوړونو کې به د اوبو له يوې زېرمې او څاه سره بشپړې شي، د جوړيدو چارې يې يو کورني شرکت ته قرارداد ورکړل شوي دي.