د ا.ا.ا د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني تیره ورځ په افغانستان کې د اروپايي  ټولنې له استازي آرنوټ پاولز سره وکتل. 

moi-af
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۲ - ۱۴:۴۰
ret

د ا.ا.ا د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقاني تیره ورځ په افغانستان کې د اروپايي  ټولنې له استازي آرنوټ پاولز سره وکتل. 
له ښاغلي پاولز سره د هغه د مخه ښې مجلس کې د بېړنیو بشر دوستانه مرستو او د مرستندویه لورو د امنیت په اړه خبرې وشوې په مجلس کې خلیفه صاحب د اروپايي ټولنې له استازي ښاغلي پاولز نه مننه وکړه چې پخپل ماموریت کې یې له افغانستان سره د بشري مرستو هڅې کړي دي او هیله یې وښوده چې یاده ټولنه به له افغانانو او په ځانګړې توګه د وروستيو  طبعي پېښو له قربانیانو سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.  همدا راز د کورنیو چارو وزیر ډاډ ورکړ چې ا.ا به د بشري مرستو د کار کونکو امنیت ته نوره هم جدي پاملرنه کوي.