دکورنیو چارو د محترم وزیر بیوګرافي

د سراج الدين حقاني د ژوند مهم پړاوونه


    سراج الدين حقاني د دیسمبر میاشتي کال:١٩٧٩م/ کې زېږیدلی، پلار یې مولوي جلال الدين حقاني (رحمه الله) د ده ښووني او روزني ته پوره پاملرنه کوله، د ده او د ده نورو وروڼو ته یې د دیني علومو ځانګړی استاد مقرر کړ او په کال: ١٩٨٤م کې یې د عصري علومو په ښوونځي انجمن القرآن کې داخل کړ. له ښوونځي نه له فراغت وروسته په سفر او حضر کې له خپل پلار سره یوځای پاتې شو، ځکه خو له هغه زیات اغېزمن شو او پخپلو شپږو وروڼو کې دی ترټولو زیات خپل پلار ته ورته و.


   په کال: ٢٠٠٣م کې یې د خپل پلار په نیابت د امریکایي یرغل پر ضد نظامي هڅې پیل کړې، په کال ٢٠٠٤م کې یې د امریکایي ځواکونو پر خلاف د خوست ولایت ژوره سیمه کې د لومړي ځل لپاره ګډون وکړ او دا یې له پردیو خواکونو سره لومړۍ ډغره وه. او په کال: ٢٠٠٦م کې د خوست ولایت نظامي مسؤل وټاکل شو.

    په کال ٢٠٠٨م کې د امریکا متحده ایالاتو د مهمو مطلوبو کسان په لیست کې ځای کړ او د ده په سر یا د ده په اړه معلوماتو ترلاسه کولو یې لس ملیونه ډالر انعام وټاکه. په کال: ٢٠٠٩م کې د ده جنګیالیو د بوبرګډال په نوم امریکایی پوځي وتښتوه او پینځه کاله یې له ځان سره یرغمال وساته، اخیر یې د کیوبا ګوانټنامو زندان کې د پینځه طالب مشرانو په بدل کې تبادله کړ. 


    سراج الدین حقاني په کال: ٢٠١٠ -٢٠١٩م کې د یرغلګرو پر ضد خورا سختې جګړې پلان او پر مخ بوتلې، چې په دې کې د امریکایي پوځیانو او ناټو ځواکونو پر پوځي اډو د موټر بمونو بریدونه هم راځي. په کال: ٢٠١٥م د ملا اختر محمد منصور په مشرتابه د اسلامي امارت مرستیال وټاکل شو، ملا اختر محمد منصور په کال:  ٢٠١٦م کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

    په کال:  ٢٠٢١م کې چې اسلامي امارت پر افغانستان واکمن شو دی د افغانستان سرپرست داخله وزیر په صفت وټاکل شو.