خوست کې درې رغنيزې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي خلیفه سراج الدین حقاني او ورسره مل پلاوي دې ولایت ته د سفر په لړ کې د خوست نړیوال هوايي ډګر سرحدي کنډک ودانۍ، د دې ولایت سوداګرۍ او پانګونې خونې اداري ودانۍ او د دې ولایت مرکز متون اړوند آزادۍ تپې پر سر یو باب جامع مسجد د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د خوست والي خليفه صاحب او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وويل: اسلامي امارت د افغانانو بې شمېره سرښندنو په بدل کې رامنځ ته شوی او ساتنه يې د هر وګړي مسووليت و بلل.
د پوله ساتو ځواکونو قوماندان ملاشېر خان "شريف" له خليفه صاحب څخه دې غونډه کې د ګډون په پار مننه و کړه.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري د هېواد رغوونې او پرمختګ په برخه کې د سوداګرو ونډه مهمه و بلله او له سوداګرو یې و غوښتل چې د هېواد په آبادۍ کې پوره ونډه واخلي.
د خوست سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس نواب امیرزي پر ډاډمن امنیت سربېره د اسلامي امارت له لوري سوداګرو ته رامنځ ته شوې آسانتیاوې و ستایلې او ډاډ يې ورکړ چې سوداګر به د حاکم نظام ترڅنګ د هېواد رغوونې او پرمختګ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
خليفه صاحب دې ناستو ته په وینا کې د هېواد په ګوټ - ګوټ کې د رغنیزو چارو په ترسره کېدو خوښي و ښوده او د بنسټیزو چارو ترسراوی یې د اسلامي امارت لومړیتوب یاد کړ. په وینا یې افغانانو ته د هېواد د آبادۍ غوره فرصت رامنځ ته شوی او له نړيوالو محدوديتونو سره سره هېواد کې د ګڼو رغنیزو پروژو چارې دوام لري.
ښاغلي حقاني پر ډاډمن امنيت سربېره سوداګرو ته د بشپړې همکارۍ ژمنه ډاډ ور کړ.
خلیفه صاحب ګاونډ پاکستان کې روان وضعيت ته په اشارې سره وويل: چې دې هېواد کې ستونزې له افغانستان څخه نه بلکې ياد هېواد کې دننه جوړې دي او په خبره يې هر هېواد باید خپلې ستونزې په خپله حل کړي.
سرپرست وزیر افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان حکومت پرېکړه غیر عادلانه و بلله او په وينا یې یاد هېواد کې مېشت افغان کډوال بايد د دواړه هېوادنو ترمنځ د سياسي مسايلو او رامنځ ته شوي، سوء تفاهم ښکار نه شي
په وینا یې اسلامي امارت پاکستان سره ښه تعامل ته لومړيتوب ورکوي او په وينا يې که څه هم اسلامي امارت را ستنېدونکو کډوالو ته د چوپړتياوو ترسراوي په برخه کې په بشپړه توګه چمتووالی لري، خو پاکستان بايد خپلې دې پرېکړې ته بيا کتنه و کړي.
د سرپرست وزیر په خبره: افغانانو یو وارث حکومت موندلی او په وینا یې اسلامي امارت متوازن انکشاف ته ژمن او له اسلامي او افغاني ارزښتونو ننګه یې لومړیتوب دی.