Pastنور دلته
هرات کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې له یوې چاودنې مخنیوی وشو.
ترهګرو طالبانو د هرات ولایت په پشتون زرغون ولسوالۍ کې یو کړۍ ماین ځای پر ځای کړې و، چې د پولیسو لخوا کشف او شنډ شو.
ترهګرو یاد ماین په پشتون زرغون ولسوالۍ کې په یوه حمام کې دننه د ملکي. . .
فاریاب کې دوه چادري پوشه طالبان له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
تېره ورځ درې ترهګرو طالبانو چې یو یې له ځانه موټر چلوونکی او دوه نورو یې سورلي جوړه کړې وه او ښځینه چادرۍ یې پر سر وې او غوښتل یې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر دولتي بنسټونو. . .
ننګرهار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره ونیول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره چې اوه کړۍ لاسي بمونه. . .
لوګر کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر په ګډون یو ترهګر طالب ووژل شو.
تېره شپه د لوګر ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په یوه کمین کې د ترهګرو طالبانو د مهم ډلمشر حشمت په ګډون یو ترهګر طالب ووژل شو.
حشمت نومي د لوګر - پکتیا پر عمومي سړک دولتي. . .
کندهار کې به ټاکنې د امنیت په فضا کې ترسره شي.
کندهار کې د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د امنیت ساتلو په هدف امنیتي غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د کندهار ولایت د امنیت آمر مل پاسوال رحمت الله اطرفي د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو د ترسراوي په موخه. . .
بلخ کې به ټاکنې په امن فضا کې ترسره شي.
تېره ورځ بلخ کې د ټاکنو پروسې د امنیت په تړاو د دې ولایت د امنیه قومندانۍ په تالار کې غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د بلخ ولایت امنیه قومندان، د ولایت مقام مرستیال، د ۲۰۹ شاهین قول اردو. . .
پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر ونیول شو.
د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د ترهګرو طالبانو یو کلیدي ډلمشر له یو بل همکار سره یې نیولی دی.
یاد کس په پکتیکا کې د سړک غاړې په ماین اېښودنو او د چاودېدونکو توکو په ځای پر ځای. . .
تخار کې یو فراري قاتل ونیول شو.
د تخار ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو په کلفګان ولسوالۍ کې یو فراري قاتل نیولی دی.
یاد کس د یوه کلفګان مېشتي په وژنه او د یو بل په ژوبلولو تورن دی، چې د دې پېښې له ترسراوي وروسته له سیمې. . .
خوست کې له یوې چاودنې مخنیوی وشو.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د خوست ولایت د مرکز په اړوند سیمو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې له یوې چسپکي ماین چاودنې مخنیوی کړی دی.
ترهګرو طالبانو یو کړۍ نښلېدونکي ماین له. . .