فاریاب کې دوه چادري پوشه طالبان له پولیسو سره په نښته کې وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.

تېره ورځ درې ترهګرو طالبانو چې یو یې له ځانه موټر چلوونکی او دوه نورو یې سورلي جوړه کړې وه او ښځینه چادرۍ یې پر سر وې او غوښتل یې د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې پر دولتي بنسټونو ترهګریز بریدونه ترسره کړي، د پولیسو لخوا تر پېژندنې وروسته سره نښي، چې په ترڅ کې یې دوه وژل شوي او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.
له ښځینه چادرۍ څخه استفاده له هغه تکتیکونو دي چې طالبان یې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د پټېدنې پخاطر کوي، خو په وار وار له دې لارو د استفادې په حالت کې ګیر راغلي.
د یادونې چې ده چې پدې نښته کې یو ملي پولیس هم شهید شوی دی.