پکتیکا کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر ونیول شو.
د پکتیکا ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو د ترهګرو طالبانو یو کلیدي ډلمشر له یو بل همکار سره یې نیولی دی.
یاد کس په پکتیکا کې د سړک غاړې په ماین اېښودنو او د چاودېدونکو توکو په ځای پر ځای کولو کې لاس درلود.
د ترهګرو طالبانو دې ډلمشر څو ورځې وړاندې په پکتیکا کې د ترهګریزو پېښو د ترسراوي په هدف یوه شپږ کسیزه ډله هم رالېږلې وه، چې هدف ته له رسېدو مخکې د پولیسو لخوا ونیول شول.