ننګرهار کې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره ونیول شول.
د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د نشه يي توکو دوه قاچاقبران له یو شمېر جنګي تجهیزاتو سره چې اوه کړۍ لاسي بمونه او دوه میله وسلې هم پکې شاملې دي، نیولي دي.
همداراز تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کابل ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې هم عملیات ترسره کړي، چې په لړ کې یې دوه میله وسلې له یو شمېر مهماتو او نظامي تجهیزاتو سره کشف او ضبط کړي دي.