بلخ کې به ټاکنې په امن فضا کې ترسره شي.

rahimzai_moi
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۰:۱۱
ا

تېره ورځ بلخ کې د ټاکنو پروسې د امنیت په تړاو د دې ولایت د امنیه قومندانۍ په تالار کې غونډه جوړه شوه.
پدې غونډه کې د بلخ ولایت امنیه قومندان، د ولایت مقام مرستیال، د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان، د ملي امنیت رییس، د بلخ ولایت د ټاکنو کمېسیون رییس او نړیوالو سلاکارانو ګډون کړی و.
غونډه کې امنیتي چارواکو د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو له امنیت ساتلو ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې د ټاکنو د امنیت په برخه کې به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي او خلکو ته به د رایې کارونې امن فضا مساعده کړي.
د بلخ امنیتي مسوولینو د امنیت ساتنې په برخه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د خلکو همکاري او همغږي هم کلیدي شرط یاد کړ او زیاته یې کړه، چې پر بلخ مېشتو یو ځل بیا د ښه امنیت ساتنې په تړاو د همکارۍ غوښتنه کوي.