Pastنور دلته
کاپیسا کې د وسله والو غلو یو مشهور ډلمشر ووژل شو.
تېر مازدیګر د کاپیسا ولایت په حصه دوم ولسوالۍ کې د وسله والو غلو یو ډلمشر له پولیسو سره د نښتې په ترڅ کې ووژل شو.
دې کس له څو کلونو راهیسې د کاپیسا په مرکز او اړونده سیمو کې په وسله. . .
هرات کې د ترهګرو طالبانو یو ډلمشر ووژل شو.
افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هرات ولایت په رباط سنګي ولسوالۍ کې د ترهګرو طالبانو د یوه ډلمشر "اختر محمد" سربېره یو بل ترهګر طالب وژلی دی.
یادو ترهګرو غوښتل چې په رباط سنګي ولسوالۍ کې. . .
غزني کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او له منځه یوړل شوه.
د غزني ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو د دې ولایت د درېیمې امنیتي حوزې په اړوند سیمو کې د ترهګرو طالبانو د چاودېدونکو توکو یوه ډیپو کشف او له منځه وړې ده.
د غزني د درېیمې امنیتي حوزې. . .
لوګر کې د ځانمرګو بریدونو طراح ونیول شو.
لوګر ولایت کې د ترهګرو طالبانو د ځانمرګو بریدونو طراح او سازماندهي کوونکي نیول شوی دی.
دا کس تېره شپه د ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ. . .
هلمند کې پنځو ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
تېره ورځ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار اړوند په سور ګدر سیمه کې یو لړ چاڼیز عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې دوه ترهګر طالبان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي. . .
سمنګان کې له څلورو ماین چاودنو مخنیوی شوی.
تېره ورځ د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ انجینیرۍ ډلې پدې ولایت کې څلور ماین چاودنې شنډ کړې دي.
ترهګرو د رويي دواب ولسوالۍ په قلعه سرخ کلي او د حضرت سلطان ولسوالۍ په کوکجر کلي کې څلور. . .
کابل کې شپږ تنه د وژنې او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول.
د کابل ولایت د امنیه قومندانۍ منسوبینو څلور تنه د وژنې او دوه تنه د غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو نیولي دي.
پولیسو د میربچه کوټ ولسوالۍ له قشقار بابه کلي څلور تنه د وژنې په تور نیولي،. . .
فاریاب کې ۶۴ ترهګرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د فاریاب ولایت په بلچراغ، دولت اباد، المار، قیصار، خواجه سبز پوش او شیرین تګاب ولسوالیو کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې. . .
هرات کې دوه ماین خښوونکي ووژل شول.
تېره ورځ د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې دوه ماین خښوونکي وژل شوي دي.
یادو ترهګرو غوښتل د "رود ګز" کلي پر لاره بشکه يي ماین ځای پر ځای کړي، چې خپل لاسی ماین پرې چاودلی او په ترڅ کې یې. . .